د ګل پاچا الفت په نثر کې ګاندهپالنه

نویسندگان

  • محمدنسیم مومند
  • محب الله ترابي

کلمات کلیدی:

الــفــت،, بــدلــون،, ټکنـالوژي،, سرعـت،, ګاندهپالنه

چکیده

ګاندهپالنه ( )Futurismچې په پارسي کې ورته ایندهنګري وايي، دا ایټالیايي کلمه ده، چې د مسـتقبل مانا ورکوي، دا یو فلسـفي مکتب دی، چې د شـلمې پېړۍ په لومړیو کې په ایټالیا کې را منځته شوی دی. دې مکتب د نورو مکتبونو په پرتله لنډ عمر کړی دی. د دې مکتب اصل او شعار دا و، چې له ماضي سره پر کون او نوې دنیا ته تګ، خو دوی په خپلو اثارو کې د خیال او تخیل هم خیال نه ساتي، خبرې یې ساده کولې؛ خو ټولنه یې متمدنه او هنري غوښته. په دې لیکنه کې د الفت په نثر کې د ګاندهپالنې ا صول څېړل شوي. هڅه شوې چې هغه باور لرې شي، چې ګواکې الفت صاحب یوازې ریالیست لیکوال و، دا منو چې ده په شعوري توګه ریالیزم ته کار کړی و؛ خو پر دې هم سـترګې پټول نه دي په کار چې نور افکار یې هم په کلام کې ځلانده دي، چې یو هم ګاندهپالنه یادولی شو او د څېړنې ارزښت هم همدا مو ضوع په ګوته کوي. د الفت د فوتوری ستي افکارو د څرنګوالي بیان زموږ د څېړنې موخه جوړه کړې او دې ته اړتیا وه، چې هغه باورونه غلط ثابت شي، چې د ده په کلام کې به یوازې ریالیزم وي، چې ده پاللی. دلته اثبات شوې، چې الفت صاحب د ریالیزم تر څنګ نور فل سفي افکار لري، چې مونږ یې پر ګاندهپالنې بحث کړی. د دې څېړنې مېتود تشریحي تحلیلي او تطبیقي او ډول یې کتابتوني دی. پایله دا چې د الفت په نثر کې د ګاندهپالنې کابو ټول ډولونه او انواع مونده کېږي، په نثر کې ژبنی نو ښت او فکري ژوروالی پروت دی. دا څېړنه به د پښـتو ادب د کرهکتنې د نظریو او نړیوالو مکتبونو په ډګر کې مرسـتندوی واقع شي

##submission.downloads##

چاپ شده

2026-09-29

شماره

نوع مقاله

Articles