د سایبري امنیت ننګونې او نوښتګرې حل لارې: بیاکتنیزه مطالعه
Keywords:
سـایبري امنیت،, د ســــایبري امنیـت نـنـګـونـې, نـوې حـــــــــــللارې, مصنوعي ځیرکتیا, ماشين زده کړAbstract
د ډیجیټلي ټکنالوژیو، کلاوډ کمپیوټینګ، د شیانو انټرنیټ، بې سیمو اړیکو، انټرنېټي خدمتونو او ځیرکو زیربناوو پراختیا سایبري امنیت د نن ورځې له سترو ننګونو څخه ګرځولی دی. پر سایبري فضا د سازمانونو، حکومتونو او خلکو زیاتېدونکې تکیه د سایبري امنیت ګواښونه، لکه زیانمنونکي سافټویرونه، باج اخستوکي سافټویرونه، فیشینګ، ټولنیزه انجینري، د خدمتونو د بندښت بریدونه ، د صفر ورځې بریدونه، داخلي ګواښونه، د منځګړي سړي بریدونه او د شیانو د انټرنېټ د سیستمونو کمزورت یاوې لا خطرناکوي. د دې م قالې موخه د ســـایبري امن یت د مهمو ننګونو څېړنه او د راټوکېدونکو ګواښــونو پر وړاندې د شــته او نوو حللارو تحلیل دی. په دې څېړنه کې د بیاني بیاکتنې څېړنې میتودولوژي کارول شوې ده، څو هغه معتبرې علمي مقالې تحلیل شي چې د ۲۴۵۱ څخه تر ۲۴۲۸کلونو پورې په معتبرو علمي ډیټابېسـونو کې خپرې شـوې دي. پایلې ښـيي چې د ســایبري ســاتنې دودیزې لارې لکه اوردیوالونه،انټيویروس ســافټویرونه، (( ،IDS/IPSمجازي خ صوصي شبکې ، رمزي کول ، څو پړاوه ت صدیق او د کاروونکو روزنه د بن سټیزې ساتنې لپاره مهمې دي، خو د پېچلو او نه اټکل کېدونکو ګواښونو پر وړاندې بسنه نه کوي. په همدې حال کې د سایبري امنیت نوې لارې لکه م صنوعي ځیرکتیا، ما شین زدهکړه، ژوره زدهکړه، بلاکچین او د کلاوډ پر بنسټ امنیت، کولای شي د سایبري دفاع اغېزمنتیا لوړه کړي. خو لا هم داسې ننګونې شته چې د واقعي نړۍ د ډیټاسټونو له کمښت، د مصنوعي ځیرکتیا د محدودې تشریح کولو، خ صمانه بریدونو، د سایبري امنیت د متخصصینو له کمښت او د پلي کولو له لګښتونو سره تړاو لري. پایله دا ده چې د سایبري امنیت راتلونکی به پر څو پوړیزو، ځیرکو، مخکېلیدونکو او ترکیبي تګلارو ولاړ وي





