د متلونو فلسفې او ټولنيز ارزښت يې

Authors

  • محمد نواب خوښ
  • سميع الله ابراهيمي
  • عبدالسميع وحدت

Keywords:

ټولنیز ارزښت, متل فل سفه،, متل کیســـې،, متـل, ولسي ادب

Abstract

سره له دې چې متلونه د پښتو ولسي ادب یوه مهمه برخه جوړوي، د هغو د فلسفې، د رامنځته کېدو د کیســو او ټولنیز ارزښــت په اړه علمي څېړنې محدودې دي. له همدې امله، په دې مقاله کې د متلونو د فلسفو، د هغو د مخینې او په ټولنه کې د هغو د ارزښت د روښانه کولو ستونزه څېړل شوې ده. د دې څېړنې موخه د متلونو د فلسفې، د متلونو تر شا د پرتو کیسو او په ټولنه کې د هغو د ټولنیز ارزښت تحلیل شوی دی، ترڅو د متلونو د مفهوم، پیغام او عملي کارونې په اړه علمي پوهاوی پراخ شي. څېړنه د کتابتوني سرچینو پر بنسټ ترسره شوې او د معلوماتو د تحلیل لپاره په کې له تشریحي ــــ تحلیلي مېتود څخه کار اخی ستل شوی دی. د څېړنې موندنې ښيي، متل هغه لنډې او د جامع معنالرونکې ويناوې دي چې په خبرو کې د قوي دليل په توګه کارول کېږي. دغه راز متلونه مختلف ډولونه لري چې په منظومو، منثورو، منظوم ډوله مسـجع او تلميحي متلونو و شـل کېږي. د متلونو ځانګړنې هم د متلونو په پېژندنه کې د اهميت وړ برخه ده چې لنډوالی، تشبيهي او کنايوي اړخ لرل يې مهمې ځانګړنې دي. همدارنګه متلونه د تشو خبرو په څېر نه دي، د متلونو جوړښت او پوخوالي ته په کتو دا ليدل کېږي چې د ډ ری متلونو تر شــا ځانګړې تاریخي، ټولنیزې او فرهنګي کیســې پرتې دي چې د متلونو د اصـلي مفهوم او فلسـفې په درک کې مهم رول لري. همدارنګه څرګنده شوې ده چې متلونه د ولس د تاریخي تجربو، اخلاقي ارزښتونو او فرهنګي باورونو د لېږد اغېزمنه و سیله ده او په ټولنیزو اړیکو، د وینا په اغېزمنتیا او د ول سي پوهې په ساتنه کې مهم ځای لري. په پایله کې، د متلونو د فلسفې او کیسو علمي مطالعه د پښتو ولسي ادب د ژورې پېژندنې، د متلونو د سم تفسیر او د فرهنګي میراث د ساتنې لپاره بنسټیز اهمیت لري

Published

2026-09-29

How to Cite

خوښ م. ن., ابراهيمي س. ا., & وحدت ع. (2026). د متلونو فلسفې او ټولنيز ارزښت يې. Kohandazh Academic & Research Journal, 13(2), 105–122. Retrieved from https://karj.kundoz.edu.af/index.php/karj/article/view/227

Issue

Section

Articles