د استصناع بیع د حنفي فقهې په رڼا کې
کلمات کلیدی:
احکام, اســـتصـــناع, بیع, شرطونه, فقهچکیده
دا څېړنه د استصناع د بیع په اړه ده او د استصناع بیع دېته ویل کېږي چې مشتري له بایع څخه د یو ځانګړي څیز د جوړولو غوښتل دي په ځانګړي توګه چې د صانع دلاس به جوړ وي چې د حنفي فقهې په رڼا کې پرې بحث شوی او د مشروعیت په اړه یې دلایل او د حنفي فقهاوو نظرونه، مناقشه او پایله ذکر شوي دي. او دا مو ضوع له خورا مهمو مو ضوعاتو څخه ده چې د ا ست صناع بیع ته انسـانان اړتیا لري او له دې لارې د دوی د ژوند اسـانتیاوې رامنځته کیږي او سـتونزې یې له منځه ځي هغه دا چې ځیني انسانان د څیزونو جوړولو ته اړتیا لري خو په ټولنه کې نه موندل کیږي او بیا ځیني نور مهارتونه لري خو پیسو ته اړتیا لري نو د استصناع د تړون له لاري به د ټولو ستونزي حل شي او د دې څېړنې موخه هم دا ده چې ډیری خلک به د اسـتصـناع بیع په اړه د حنفي پوهانو له نظرونو او اړوند احکامو څخه خبر شي. او دا څېړنه کیفي ده او ډول یې کتابتوني دی چې له بیلا بیلو تیوریکو کتابونو څخه پکې ګټنه شوې ده چې په دې څېړنه کې د ا ست صناع بیع پېژندنه او د م شروعیت دلایل او په اړه یې د حنفي فقهاوو نظرونه، د صحت شرطونه او د ا ست صناع بیع اړوند احکام ذکر شوي دي او په پای کې دې نتیجي ته رسیږو چې د استصناع بیع د حنفي پوهانو په نزد جایز ده چې په قرآن کریم او نبوي سنتو یې استدلال کړی او په اړه یې عملي اجماع هم نقل کړي





