په شعر کې د عاطفې ارزښت
کلمات کلیدی:
عاطفه, د عواطفو هدف, رښتينولي, لــېــږد, فــکــر او عاطفهچکیده
په یاده مقاله کې د شعري رکن ځای، ارزښت اونقش د شعري بېلګو په تفسیرولو سره ښه روښانه
او سپړل شوی. دې څېړنه کې په انساني ژوند او د شعر و ادب په نړۍ کې عاطفي ارزښتونه څرګند
شوي دا څېړنه تر ډېره بریده د شعرپوهنې د تیورۍ د عاطفي عنصر د پېژندنې ستونزه حل کوي.
په پ ښتو شاعرۍ کې د عاطفې بېلابېل ډولونه او خواوې تحليل او سپړل شوي دي.د دې څېړنې
موخه په شعر کې د عاطفې ارزښتونه څېړل او موندل دي او ترڅنګ یې د عاطفي شاعرۍ ګټې او
اغېزې بيانول او شعري بېلګې سپړل دي ؟یا ده څېړنه توصيفي تحليلي ده او ډول يې کتابتوني دی
چې له ت شريحي څېړندود څخه په ګټنې له بېلابېلو تيوريکي او تخليقي ادبي آثارو نه کار اخ ستل
شوی .د څېړنې پوښتنوته په پام سره دې پایلې ته ورسېږو چې د شعر د نورو توکو ترڅنګ عاطفه
هم خپل ځانګړی ځای او ارزښت لري او د شعر د کره کتنې پر مهال ترې سترګې نه شي پټېدلای.





